افغان حکومت مسکو په ناسته خوښ نه ښکاري
په مسکو کې د افغانستان په تړاو په نننۍ غونډه کې د داعش د ګواښ په هکله هم خبرې وشي.
شریک کول
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د روسیې د فدراسیون په پایتخت مسکو کې د افغانستان په اړه د نننۍ غونډې په جوړیدو اندیښمن دي او غواړي چې دا مسئله د ډیپلوماتیکي لارو د غونډې د برخه والوهیوادونو سره وڅیړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خیرالله ازاد نن د سه شنبې په ورځ وویل چې په دې غونډه کې د افغانستان د استازو نه موجودیت پخپله د پوښتنې وړ دی.
ښاغلي ازاد وویل “د افغانستان په اړه په هره جوړیدونکې غونډه کې، چې د افغانستان استازي نه وي مونږ یې د خپل هیواد په ګټه نه بولو”.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وویل، دوی به د دغې غونډې په اړه، چې ښاغلي ازاد د پردې ترشا د شک ډکه غونډه وبلله، واضاخت وغواړي.
نن په مسکو کې د چین، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي په یوه ناسته کې د افغانستان په مسئلو سره خبرې وشوي.