د عراق راتلونکې ډېره روښانه ده
هغه وويل، عراق اوس د دهشتګردۍ او مختلفو مشکلاتو په وړاندې له مخکې نه زيات مضبوط او مستحکم شوے دے او د عراق خلق به هم يوازې هغه بشپړه او د اطمينان وړ طرحه ومني چې وکړې شي ټول اختلافات ختم کړي او هغه پلانونه چې د عراق په تاوان دي له منځه يوسي.
هغۀ زياته کړه چې ملي ائتلاف د هېواد په سياسي چلند کښې د يو ډېر ستر شريک په توګه د ملګرو ملتو په څارنې او تائيد سره د ملي پخوله ينې لپاره يو سند برابر کړے دے. هغه تګلارې ته په پام سره چې د عراق خلق يې نن د داعش له تباهۍ او نابودۍ وروسته مرحلې لپاره لري د عراق مستقل به ډېر روښانه وي.
هغه وويل له داعش او دهشتګردۍ سره مقابله صادقانه او رغانده خبرو اترو ته ضرورت لري ځکه چې هغه کسان چې د دغې دهشتګردې ډلې شا ته شتون لري ترې مالي ، انساني او رسانه اي ملاتړ کوي.