د ٥٣ ميليارډ ډالرو په اندازه د سعودي د بودجې د کمښت اټکل

د سعودي کابينې په يوې بيانيې کښې وويل چې د راتلونکي کال د مخارجو اندازه ٨٩٠ ميليارډ سعودي ريال او په همدغه کال کښې د هېواد د درامدو اندازه ٦٩٢ ميليار‌ډ سعودي ريال اټکل شوې ده.

د سږ کال د بودجې کمښت ٧٩ ميليارډ ډالره اعلان شوے دے چې د ٢٠١٦ ميلادي کال د بودجې له اټکل نه ٨.٩ فيصده کمه ده.

ملک سلمان د سعودي په سرکاري ټيلي ويژن کښې له خپلې کابينې سره يو

ځاے څرګنده کړه، دا بودجه يو بې ثباته اقتصادي موقعيت دے، يو داسې موقعيت چې د نړيوالو اقتصادو د ودې د اندازې د کمښت او د تېلو د بيې د کمښت سبب شوے دے او زمونږ د هېواد اقتصاد يې تر تاثير لاندې راوستي دي.

کابينې وويل هيله کيږي چې د سږ کال درامدونه به ٥٢٨ ميليارډ ريالو ته ورسي همدارنګ د هېواد د مخارجو اندازه د ٢٠١٦ کال لپار ه، ٨٢٥ ميليارډ رياله لګولې شوې ده چې دغه رقم د اټکلونو په نسبت د ١.٨ فيصده کمښت ښودنه کوي.

د بودجې کمښت د نړۍ د تېلو تر ټولو ستر صادروونکے هېواد مجبور کړے دے چې د آبادونې پرو‌ژې بندې کړي، د وزيرانو تنخواګانې کمې کړي او د ملازمينو تنخواګانې وځنډوي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *