د حضرت عيسی (ع) د ميلاد د مبارکۍ په وجه د يو مسلمانې ښځې بې حجابه کول او سپکاوے کول

د آسټريليا د “برث نو” ورځپاڼې د رپوټ له مخې وړمه ورځ يو آسټرېليائي ځوان په يوې مسلمانې ښځې حمله وکړه. هغه د دغې ښځې لخوا د ميلاد د مبارکۍ د ځواب په وجه هغه ووهله وټکوله او د هغې له سره يې حجاب لرې کړ.

دا پېښه د لويديځې آسټرېليا له پائېتخت برث ښار سره نزدې د بيليار کلي په خوا کښې په يو مارکيټ کښې رامنځته شوه. وهونکے يو ٣٣ کلن سړے ؤ چې د شرابو په يو بوتل سره يې مسلمانه ښځه ووهله او د قتلولو دړکه يې ورکړه.

آسټرېليائي ورځپاڼې د دغې ښځې له خولې نقل کړل: سړي مې له بچو وغوښتل چې ورته د ميلاد مبارکي ووائي او د مبارکۍ د ځواب له اورېدو وروسته يې وويل، تاسو مسلمانان يئ؟ او بيا يې ورپورې ټوقې مسخرې شروع کړې او بدې ردې ورته ويلې. هغې زياته کړه چې مې کله وغوښتل د هغۀ د حملې مخه ونيسم نو سړي د شرابو په بوتل سره زما په ملا ګوزارونه وکړل.

او چې کله په زمکه وغورځېدم نو له رانه يې حجاب لرې کړ او له مارکيټ يې بهر وغورزۀ.

دغې ښځې چې څلور بچي لري وويل وهوونکي د تلو په وخت هم له سپکاوي او بدو ردو نه پس زۀ کاڼو وويشتم او راته د وژلو دړکه راکړه. هغې زياته کړه، دا وړومبې ځل نه دے، له دې سلوکه ستړې شوم، دا مسئله واقعاً ډېره غمجنونکې ده. مونږ د نورو عامه خلقو غوندې دين او عقيده لروو،ما د ځان لپاره اسلامي حجاب او پرده غوره کړې ده او دا د يوې مسلمانې ښځې په توګه زما تشخص دے او فخر پرې کوم.))

د آسټرېليا د رسنيو د خبرونو له مخې دغه سړے به د فرېمانټل ما جسټريس په عدالت کښې محاکمه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *