د موصل عملياتو له امله د کډوالو شميره مخ په ډيريدو ده
د موصل عملياتو له امله د کډوالو شميره مخ په ډيريدو ده
په ورته حال کي داعش د موصل په ختيځ کي د دولتي سرتيرو پر مورچلو بريدونه کړې او د مليشو ډلو اعلان کړی چي په دې وروستيو کي د موصل په لويديځ کې یې پرمختگونه کړي دي
د عراق موصل ښار عملیات چې هر څومره ځنډني کیږي، ددې ښار د اوسیدونکو لپاره د ستوزنو کچه لوړوي. د ملګروملتونو د مالوماتو له مخې تر اوسه سل زره کسان په دې ښار کې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي او هره ورځ ددوی په شمیره کې ډیروالی راځي. تیره ورځ هم څلور سوه کسان د سمح، قدس او انتصار سیمو څخه کډوالی ته اړ شوې او په لنډ مهالو پنډغالو کې ځای ورکړل شوی دی. هغه نارینه، ښځې او ماشومان چې د ژوند کولو هیلې لرې له اوسنیو حالاتو تر پزې رسیدلي دي.
ابومحمد-“حالات ډیر کړکیچن دي. هغه کسان چې د جګړې له امله نه مري، له لوږې به مړه شي . د موصل یو شمیر اوسیدونکي له سختې لوږې سره لاس او ګریوان دي او ځینې کسان هم د سوند توکي نلري. په موصل کې هر څه پای ته رسیدلي. مونږ د خپلو کورنو پریښودو پرته بله هیڅ لاره نه درلوده.”
ابوعلي- “وضعیت ډير بد وو خلکو ددې وضعیت له امله خپل کورونه پریښې دي، ټول ستومانه شوي او مونږ له دې حالته تښتیدلي یو.”