ملگرو ملتونو امنيت شورا د اسرايلو له لوري د شارگوتو د رغاوني دوام غندلي دي

ملگرو ملتونو امنيت شورا د  اسرايلو له لوري د شارگوتو د رغاوني دوام غندلي دي

په دي شورا کي د د شارگوتو پر ضد د امنيت شورا خوارلسو غريو منفي رايه وکري او د امريکا ممتنع رايي د اسرايلو قهر را پارولي دي

د ملګرو ملتونو له ټولو پنځه لسو غړیو څخه یواځې امریکا دې پریکړه لیک ته ممتنع رایه ورکړې ده او نورو ټولو د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د اسرایلو له لوري د ښارګوټو رغاونه غندلې، له دې پریکړې ددې شورا ډیریو غړیو هرکلی کړی.

رومان اويارزون مارچي‎سي- “د رایې پایلې په دې ډول دي: څوارلس موافقې یوه هم ممتنع. دا پریکړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوه زره درې سوه څلور دیرشمې هوکړې په توګه ثبت شوه.”

د فلسطین استازي صائب عريقات، له دې پریکړې په هرکلي سره دا پریکړه د ملګرو ملتونو د قوانینو بریا ښودلې ویلي یې دي دا پریکړه د  اسرایلي پنسټپآله ځواکونو ته ځواب دی.

صائب عريقات، “دا یوه تاریخي ورځ ده. نړیوالې ټولنې له سولې خپل ملاتړ ښودلی دی. دوی د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د اسرایلو له لوري د ښارګوټو رغاونه رد کړې. په دې ورځ نړیوالې ټولنې د ستونزو هواری ته رایه ورکړې او په دې سیمه کې د سولې رامنځ ته کیدلو ته لاره هواره شوې. نړیوالې ټولنې د اسرایلو له لوري د ښارګوټو رغاونې ته منفي رایه ورکړې او دا یې نیواک ګري ښودلې ده.”

ددې پریکړه لیک مخکین لیک څلورو مالیزیا، ونزویلا، نیوزلنډ او سنګال چمتو کړی او د امنیت شورا ته یې وړاندې کړی و.

له دې سره د امریکا ممتنع رایه د اسرایلو له قهر سره مخ شوې او ددې رژیم لومړي وزیر ویلي چې دوی به دا پریکړه لیک پلی نکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل