د بحرېن د ښځو لبېک

په الدراز کښې د پاڅون د رهبر په کور او په پرلت غزوونکو باندې د حملې په ځواب کښې په الفداء مېدان کښې د بحريني ښځو زېنب ډوله حاضرېدل مخ په زياتېدو دي.

د آل خليفه او د هغۀ د تالي څټو له وحشيانه حملې وروسته د بحرېن ښځې په زېنب (ع) ډوله توګه له سړيو سره اوږه په اوږه د آل خليفه رژيم له پښو نه ترسره په وسلو سنبالو ځواکونو په مقابل کښې چې پرون سحر يې د آيت الله شېخ عيسی قاسم په کور حمله وکړه ټينګې اودرېدې او د ښار په چوکونو کښې يې د آل خليفه د ځواکونو په سخته محاصره کښې احتجاجي غونډې وکړې.

سړيو هم د آل خليفه له ځواکونو سره په مخامخېدنې سره کوشش وکړ چې د هغوي د مشر شېخ عيسی قاسم کور ته د هغوي د ننوتلو مخه ونيسي چې د آل خليفه رژيم د ځواکونو د وسله ايزې حملې هدف ګرځېدلے ؤ په دغه حمله کښې د ډزو او اوښکې بيوونکي ګېس له کبله يو شمېر بحريني ځوانان ژوبل او مصدوم شول.

Author

خروج از نسخه موبایل