آلماني پولیسو دوه کسان په پلورنځي کې د برید د هڅو په تور نیولي دي
برلین ښار کې د کریمس پر یوه بازار د دوشنبې شپې تر برید وروسته جرمني کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي
د جرمني پولیس وایي؛ دوه کسان یې نیولي چې شک پرې کېږي پلان یې درلود ددغه هېواد په لویدیځ کې د اوربرهاوزن ښار ته نژدې د پېرلو پر یوه مرکز برید وکړي.
د پولیسو په وینا، شکمن کسان په کوسوو کې زېږېدلي ورونه دي، یو یې ۳۱ کلن او بل یې ۲۸ کلن دی.
چارواکي وايي؛ د امنیتي سازمان لخوا د پټو استخباراتو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته د پولیسو مامورین په شخصي جامو کې د خریدارۍ دغه مرکز ته لېږل شوي وو.
برلین ښار کې د کریمس پر یوه بازار د دوشنبې شپې تر برید وروسته جرمني کې امنیتي تدابیر کلک شوي دي.
داسې ښکاري چې اوبرهاوزن کې دوه نور نیول شويو شکمنو کسانو د برلین له برید سره تړاو نه درلود.