دعراق موصل عمليات دوام لري

دعراق موصل عمليات دوام لري

دا په داسي حال کي ده چي د داعش تر واک لاندي د سيمو اوسيدونکي د خپل ژوند د ترخو يادونه کوي.  په ورته حال کي دولتي سرتيرو د يوي لويي سيمي د نيولو خبر ورکړی دی

د  عراق په موصل کې د یوې میرمنې کوچونۍ تیروتنه ددې لامل شوه ترڅو تر میاشتو د داعش په بندخونه کې شپې ورځې تیرې کړي او له دې امله له ترخه برخلیک سره مخ  کیږي. هغه رنځ چې دې عراقي نجلۍ ګاللی دی ډير سخت او پر دې یې ډيره بده اغیزه کړې ده. ددې ګناه دا وه چې د داعش ډلې ته یې ویلي چې میړه یې د ترهګرۍ قرباني شوی دی.

بانوي آواره موصلي”ما دوی ته وویل زه کونډه یم، هیڅ هم نلرم. یوه داعشي زه ډیره ووهلم. زما تیروتنه داوه چې دوی ته مې ویلي چې زما میړه د ترهګرۍ قربانی شوی دی. له دې  امله یې زه ووهلم او زما غاښ یې مات کړل او په یوه تیاره خونه کې یې بندي کړم. کله مې چې د تیښتې هڅه وکړه زما په پښو کې یې زنځیرونه واچول  راته ویل یې چې ته د مرستې وړ نه یې.”

دې میرمنې چې له ډيرو ناخوالو سره مخ شوې رویټرزخبري آژآنس ته ویلي. له یوې مودې وروسته له یوه داعشي سره واده کولو ته اړ شوه خو کله چې دا امیندواره شوه له خپلو خپلوانو سره یې اړیکه پرې شوه.

دا په داسې حال کې ده چې په موصل کې عملیات په پڅوالي سره پر مخ روان دي او په دې برخلیک ددې ښار ډيری اوسیدونکي اخته شوې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل