ترکيې ته د اروپائي اتحاديې د ټولو چارواکو سفر لغو کيږي

په امنيتي حالاتو باندې د ترکيې د نه تسلط په وجه ترکيې ته د اروپائي اتحاديې د ټولو چارواکو سفر تر بلې اطلاع پورې لغو کيږي.

د صلحې، امنيت او عدالت نومې ټوئيټر پاڼې (@PSJCommunity) د رپوټ له مخې د اروپائي اتحاديې د بهرنيو سياستونو مشرې مېرمن فيډريکا موګريني په خپله ټوئيټر پاڼه کښې دا ډول يو پېغام خپور کړے دے چې  په امنيتي حالاتو باندې د  ترکيې د نه تسلط په وجه ترکيې ته د اروپائي اتحاديې د ټولو چارواکو سفر تر بلې اطلاع پورې لغو کيږي.

د هغې د څرګندونو له مخې اروپائي اتحاديې په رسمي توګه د سفارتخانو د حفاظت او د سفارتکارو د امنيت د ساتلو لپاره د نېټو تر نظر لاندې د يو امنيتي دفتر د خلاصولو وړانديز اعلان کړے دےاو د ترکيې لخوا جواب ته په طمه ده.

هغې همدارنګ ويلي دي چې زۀ په ترکيې کښې د اروپائي اتحاديې له ټولو ډېپلومېټانو غواړم چې په ښار کښې دې له تګ راتګه ډډه وکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل