د ((صلحې، امنيت او عدالت انجمن)) ټوئيټر پاڼې (@PSJCommunity) چې له تندلاريتوب سره د مبارزې او افشاګرۍ په زمينه کښې فعاليت کوي يو ټوئيټ خپور کړ چې په دا ډول دے: ” دوه اوبتلونه واخله او يو انعام حاصل کړه!”
دا د جرمني د ازاد ډېموکرېټ ګوند د مشر لېنډنر له پېغوره ډک د نظر څرګندونه ده چې په اسرائيلو باندې په کمه بيه د اوبتلونو د خرڅولو په اړه ده. دغو اوبتلونو ته د نه ضرورت په اړه د اسرائيلي فوځ د نظر د څرګندونې په حقله يو خبر ته په اشارې سره په خپل فېس بک کښې د يو مضمون په خپرولو سره ادعا وکړه چې د جرمني حکومت له دې مخکې پينځه اوبتلونه په دريمې کمې بيې سره په اسرائيلو خرڅ کړي دي چې هغه دريمه برخه د جرمني د ټېکس ورکوونکو له جېبه ادا کړې شوې ده او ټاکلې شوې ده چې شپږ اوبتلونه نور هم په دې طريقې سره په اسرائيلو باندې خرڅ کړې شي.