په هيواد کي د خوړو غني کولو غونډه تر سره شوه

په هيواد کي د خوړو غني کولو غونډه تر سره شوه

په دې غونډه کې، چي د عامي روغتيا، سوداگری او صنايع، کرهني اوبو لگولو  وزارتونو او د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خونې له لوري په لاره اچول شوي وه، احمد ضيا مسعود وويل، هيواد ته واردونکي خوراکي توکي بايد د کيفيت له اړخه کنترول شي ترڅو هغه کسانو ته هم گټه ورسيږي کوم چي د بي کيفيته توکيو پر ځآی باکيفيته  توکي واردوي

د سوداگری او صنايع خونې مرستيال هم د ستندرد د رامنځ ته کولو غوښتنه کړې ده

په  دې غونډه کې احمد ضیا مسعود، د ټولنې هوساینه او خوښي د هیوادوالو له روغتیا سره تړلې ښودلې ویلي یې دي، ځینې سوداګر هیواد ته بې کیفیته توکي واردوي ترڅو ډيره ګټه وکړي، په داسې حال کې چې بې کیفیته توکي د بیلا بیل ډوله ناروغیو لامل ګرځي.

د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال سوداګرو ته په خطاب کې وویل: د بې کیفیته توکیو را واردول د هیوادوالو ترمنځ د خوار ځواکۍ لامل ګرځي او زمونږ کورني تولیدات هم باید ستندرد وي او هیوادوالو ته په ښه توګه چوپړتیا وړاندې شي.

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ډيری ماشومان په خوار ځواکۍ اخته وښودل وویل: تر راتلونکو اونیو به په کابل کې د توکیو د کیفیت مالومولو لومړنۍ مرکز رامنځ ته شي.

د کرهنې اومالدارۍ وزیر هم وویل، په هیواد کې ډيری میندې او ماشومان له خوار ځواکۍ سره مخ دي او ددې ستونزې د هوارۍ لپاره ځینې پلانونه تر لاسه لاندې لري. له دې سره دوی ویلي تر راتلونکو پنځو کلونو به افغانستان د غنمو له اړخه پر ځان بسیا شي.

په کابل کې د خوړو نړیوال سازمان ریس ویلي، دې  ادارې داسې تګلاره رامنځ ته کړې چې له مخې به یې افغانستان د خوړو غني کولو سازمان غړیتوب تر لاسه کړي. اوس مهال دا سازمان دوه اتیا غړي هیوادونه لري.

Author

خروج از نسخه موبایل