محمود خان اڅکزی وایي د څارګرو ادارو له لوري رامنځ ته شوی پاکستان نه منم

محمود خان اڅکزی وایي د څارګرو ادارو له لوري رامنځ ته شوی پاکستان نه منم

 محمود خان اڅکزي د خان عبدالصمد خان اڅکزي پر ۴۳م تلین اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کوله

په پاکستان کې پښتون سیاستوال او د دغه هېواد د قومي اسمبلۍ غړی محمود خان اڅکزی وايي، “هغه پاکستان يې نه منلی او نه به يې ومني، چې بهرنۍ تګلاره به يې د څارګرو ادارو په لاس کې وي.”

محمود خان اڅکزی دا وینا په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان د تر ټولو زورورې څارګرې ادارې (ای اېس ای) نوی مشر ټاکلی دی. ښاغلی اڅکزی د پاکستان په سياست کې د دغه هېواد د استخباراتي ادارو د لاسوهنو له امله پر دوی نيوکې کوي.

د پښتونخوا ګوندونه پر ګوادر کاشغر لار بیا یو ځای کېږي

“پاکستان کې رسنۍ بلوچستان او پښتونخوا ته پام نه کوي”

د پښتونخوا چارواکي: عربانو ته د څاړي د ښکار اجاز نه ور کوو

محمود خان اڅکزي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ ګر، سیاستوال او لیکوال خان عبدالصمد خان د ۴۳م تلین په تړاو اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، که پاکستان هرډول له افغانستان سره ثبات و نه ساتي او د وسله والو ډلو روزنه پرې نږدي، نو “ناشونې ده، چې دغه هېواد به یو هېواد پاتې شي.”

د ترهګرو ځالو ته په اشارې سره ښاغلي اڅکزي وویل، نړۍ او څنګلوري هېوادونه پر پاکستان داسې تورونه لګوي، چې هغوی داسې خلګ ساتلي، چې نړۍ ورڅخه د خوندیتوب احساس نه کوي او د ده په ټکيو دغه “خرابې هګۍ” باید له منځه یووړل شي.

د پاکستان په مشرانو جرګه کې د دغه ګوند سناتور سردار اعظم موسی خېل له پاکستانه د افغان کډوالو وتلو په پام سره وویل، په “دې خوښ دی، چې د پنجاب واکمنو افغان کډوال وشړل، ځکه چې د ده په خبره اوس افغانانو خپل دوښمن هم په جګړه او هم په چل کې ښه وپېژانده، چې لوی او خطرناکه دوښمن يې څوک دی.”

په پاکستان کې د پښتنو د پېژندپاڼو د ختمولو په تړاو د یاد ګوند مشرانو وویل، که د هېواد واکمنو د پښتنو پر ضد دغه کار بند نه کړ، نو ډېر ژر به د پنجاب تر ټولو لوی ښارونه د احتجاج په توګه وتړي.

د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان اڅکزي یوه شپېته کلن سپين ږيري پښتانه ته په اشارې سره وویل، “هاغه سپين ږیری ژېړ پټکی چې يې پر سر دی، دا د پاکستان د جوړېدو په وخت کې په پنجاب کې زوکړی، خو اوس يې شناختي کارټ بلاک دی”.

د دغه هېواد په پنجاب، کشمیر، پښتونخوا او بلوچستان کې مېشت پښتانه وايي، د پاکستان د پېژندپاڼو یا شناختي کارټونو جوړولو ملي ادارې د دوی پېژندپاڼې ورختموي او ورته وايي، “تاسو افغان کډوال یاست”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *