د استرالیا صدراعظم پر جمهوریت د بدلېدو ملاتړ وکړ

د استرالیا صدراعظم پر جمهوریت د بدلېدو ملاتړ وکړ

د استرالیا صدراعظم مالکولم تېرنبول په هېواد کې د جمهوري نظام د رامنځته کولو د مفکورې په ښکاره ملاتړ وکړ. د استرالیا راډیو ټلویزیوني کمپنۍ ABC د همدغه خبر د ورکولو په ترڅ کې زیاتوي، چې د صدراعظم په اند په همدې تړاو پرېکړه باید په سم وخت کې وشي. تېرنبول د استرالیا د جمهوریتپالو د غورځنګ په جرګه کې د خپلې وینا پر مهال اعلان وکړ، چې کېدای شي استرالیا خپل دولتي نظام بدل کړي او جمهوریت شي. تېرنبول وویل: «موږ له خپل هېواد سره له مینې پرته بله انګېزه نه لرو. او موږ ځانته وایو، چې موږ یوځای او یو موټی یو، موږ استرالیان یو او زموږ د دولت مشر باید زموږ له منځه یو وي». ABC خبر ورکوي، چې د استرالیا د صدراعظم دغه وینا د یو شمېر سیاسي مخالفینو او د هغوی په ډله کې د لیبرالانو له مخالفت سره هم مخامخ شوه. تېرنبول ته وویل شول، چې که چېرې پر جمهوریت باندې د استرالیا د اړولو د موضوع پورته کولو ته دوام ورکړي، دغه کار به د ده په «سیاسي مرګ» پایته ورسیږي. استرالیا د کامنوېلټ هېوادونو د ټولنې غړی هېواد دی. د هېوادونو په دغه ټولنه کې ملکه دویمه ایلیزابېته د دولت د مشرې رول لوبوي. په استرالیا کې پارلماني شاهي نظام دی او هغه اساسي قانون پکې چلیږي، چې ملکې ویکتوریا په ۱۹۰۰ کال کې تصویب کړ. د استرالیا سیاستوالو پر پارلماني جمهوریت د هېواد د دولتي نظان د اړولو مسأله څو ځله پورته کړې او دغه مسأله ولسي ټولپوښتنې ته هم وړاندې شوې.

Author

خروج از نسخه موبایل