د ايران ولسمشر حسن روحاني او او علي اکبر صالحي په تهران کي له يوکيا آمانو سره ليدلي دي
ددې ليدني اصلي موخه د اټومي هوکړې په هکله د اټومي نړيوال آژانس او ايراني چارواکيو ترمنځ خبري ښودل شوې ده
د ایران اټومي سازمان مشر علي اکبر صالحي د نریوال اټومي آژانس له مشر سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي: له یوکیا آمانو سره یې په خبرو کې د اټومي پلان په هکله له نړیوالې ټولنې سره پر هوکړې او ددې هوکړې پر پلي کیدو او همدارنګه بهرنیو چارو وزارت ته یې د ولسمشر حسن روحاني د سپارښتنو په هکله خبرې کړې دي.
له دې سره یوکیا آمانو ویلي: چې آژآنس د اټومي هوکړې څخه راضي دی او ایران په دې هوکړه کې خپلې ژمنې پلې کړي دي.
ښاغلي صالحي د اټومي پلان په هکله چې د دې هیواد د ولسمشر له حکمونو څخه شمیرل کیږي ویلي: د درنو اوبو بډاینه له پنځه سلنې نیولې تر نوي سلنې رسیږي چې په هکله به یې پریکړه درې میاشتې وخت ونیسي. له دې سره دوی ټینګار کړی: «له دې سره مونږ دا ګام د هوکړې په کړۍ کې پورته کو».
مخکې له دې د اټومي آژانس چارواکیو ویلي وو چې ایران ته د سفر پر مهال به ښاغلی یوکیا آمانو د اټومي پلان د هوکړې په هکله له ایراني چارواکیو سره خبرې وکړي.