د اسلامي مقاومت تيونسي انجنئير شهيد شو
الزواري د هوائي او ډرون الوتکو په زمينو کښې يو تجربه کار انجنئير ګڼل کېدۀ چې د صهيونېسټانو د دعوې له مخې هغۀ د ډرون الوتکو په جوړولو، بشپړولو او همدارنګ د هغو د ټېکنالوجۍ په ورزده کولو کښې يو بنيادي کردار ادا کړے ؤ
الزواري سوريې او لبنان ته ډېر سفرونه کړي وو او د لبنان د حزب الله له ځواکونو سره يې نزدې تعلقات لرل. هغه همدارنګ تر ۲۰۱۳ کال پورې په سوريې کښې ؤ او د حالاتو په سختېدو سره له دغه هېواده لاړ خو له سوريې څخه د تګ باوجود يې دغه هېواد ته تګ راتګ لرۀ.
د الزواري د وژلې طريقه په دوه نوي يم کال کښې د حز الله د هوائي يونټ د قوماندان حاجي حسان القېس له قتل سره ډېر شباهت لرۀ په دا ډول چې د نيمې شپې په وخت دوه کسان له سلېنسر لګېدلو وسلو سره هغۀ ته ورنزدې شول او هغه يې شهيد کړ.
فلسطيني سرچينو د تور ګوته نېغ په نېغه د اسرائيليانو لوري ته نيولې ده په داسې حال کښې چې اسرائيلي سرچينو په دې اړه خاموش پاتې کېدو ته ترجيح ورکړه.