په مزار شريف کې کتاب لوستني ته د ځوانانو د هڅونې په موخه يوه غونډه تر سره شوې ده ددې غونډې مسولينو له کورنيو غوښتي ترڅو د کتاب لوستني د دودولو په موخه خپل اولادونه کلتوري مرکزونو ته واستوي
په داسې هیواد کې د کتاب لوستنې دود ته وده ورکول چې اویا سلنه اوسیدونکي یې نالوستې دي آسانه کار ندی. د جګړې دوام، بیوځلي وزګاري له یوې خوا او د لیک لوست د ځوانانو د هڅونې لپاره د حکومتي پلانونو نه شتون له بل لوري ددې لامل شوې ترڅو د کتاب لوستنې برخه په افغاانستان کې له پامه لویدلې وي. خو دلته یو شمیر ځوانان سره را ټول شوي ترڅو افغاني ځوانان د کتاب لوستنې په لور وهڅوي.
یو شمیر ګډونوال هم د کلتوري پلانونو په لاره اچولو سره د کتاب لوستنې د دود ودې لپاره هڅې کوي. ددوی پّ وینا ددې ډول مراسمو په ترسره کیدو سره ځوانان د کتاب لوستلو ته هڅول کیږي.
له دې سره د معیاري کتابونو نشتون له یو شمیر نورو ستونزو څخه شمیرل کیږي او ځوانان او هغه کسانو چې د علم او زدکړې لپاره هڅانده دي د انټرنیت له نشتون څخه سرټکوي.