په روسيه كې دوه کسان له داعش سره د اړیکو په تور ونیول شول
په روسيه كې دوه کسان له داعش سره د اړیکو په تور ونیول شول
د روسيې پوليسو په يو کور كې داعش ډلې سره د اړيکو لرلو په تور دوه تنه له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيولي دي.
راپورونه وايي، داعش پورې تړلو دغو کسانو غوښتل د روسيې په کومه مهمه سيمه کې چاودنې وکړي.
روسي چارواكو څرګنده کړې، نيول شوي کسان په هغه کور کې اوسېدل، چې د مرکزي اسيا د کوم هېواد وګړي په کې اوسېدل، خو له پېښې څو ورځې مخکې يې له سيمې پښې سپکې کړې وې.