وسله والو طالبانو د لوګر محمداغې ولسوالۍ د نجونو ښوونځی سوځولی
وسله والو طالبانو د لوګر محمداغې ولسوالۍ د نجونو ښوونځی سوځولی
تېره شپه ناوخته مهال وسله والو طالبانو د محمداغې ولسوالۍ د کتب خېلو د نجونو منځی ښوونځی په بشپړه توګه سوځولی دی.
د لوګر د ولایتي شورا غړي او د محمداغې ولسوالۍ اوسېدونکي محب الله صالح وویل، چې تېره شپه د شاوخوا ۸ بجې یو ډله وسله والو طالبان د کتب خېلو منځي ښوونځي ته ورغلي، لومړی یې د ښوونځي ساتونکي تړلي او بیا ښوونځي په بشپړه توګه سوځولی او له منځه وړی دی.
صالح زیاتوي، چې په دغه ښوونځي کې ۵۵۰ تنه نجونو زده کړې کولې. د ولایت مقام هم دغه خبر مني؛ خو له نورو معلوماتو ورکولو ډډه کوي.