عاطف مشعل د کرېکټ ریس په توګه ټاکل شوی دی

عاطف مشعل د کرېکټ ریس په توګه ټاکل شوی دی

عاطف مشعل د کرېکټ بورډ نوی مشر وټاکل شو. ویل کېږي چې په دغو کاندیدانو کې عاطف مشعل، مشتاق رحیم او رحمت الله قریشي شامل وو.

د کرېکټ بورډ د اوسني مشر نسیم دانش د لرې کولو غوښتنې هغه مهال پر ټولنيزو شبکو مطرح شوې چې د دې لوبډلې يوه غړي شاپور ځدراڼ په یوه تلويزوني مرکه کې د دغه بورډ پر مشرتابه نيوکې وکړې.

هغه ادعا وکړه چې ده ته د شخصي ستونزو له کبله په لوبو کې ونډه نه ورکول کېږي او له ده سره يې هوکړه لیک هم لغوه کړی دی.

که څه هم نسيم دانش د کرېکټ لوبډلې د دغه تېز توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ دا خبرې ناسمې وبللې خو اوس داسې ښکاري چې حکومت د کرېکټ بورډ په مشرتابه کې د بدلون پرېکړه کړې ده.

عاطف مشعل څوک دی؟

نوموړی د کابل له حبیبي لیسې فارغ شوی او لسانس یې په کابل کې له امریکايي پوهنتونه اخیستی او دمګړۍ په بریتانیا کې د ماسټرۍ زده کړې هم کوي.

ښاغلي مشعل له دې وړاندې د جمهوري ریاست د چارو په اداره کې کار کاوه.

نوموړي تېره میاشت د کابل په شپږیزو لوبو کې خپله لوبډله هم درلوده.

دی خپله هم کریکټ لوبه کوي او له دغې لوبې سره مینه لري.

ټاکل شوې سبا (شنبه) نوموړی په رسمي بڼه د کرېکټ بورډ مشر اعلان شي خو د ټاکنې حکم یې ولسمشر اشرف غني لاسلیک کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *