محمد بن نائف د وليعهدۍ او د وليعهد د ځای ناستې د دوو منصبونو د لغوې غوښتنه وکړه

د سعودي وليعهد محمد بن نائف د سعودي عرب د بيعت له کمېټۍ سره په يوه پټه غونډه کشې د عموي مصلحت او د باچائي خاندان له کورنيو اختلافاتو څخه د مخنيوی له مخې د دوو منصبونو يعنې وليعهد او د وليعهد د جانشين د لغو کولو غوښتنه وکړه.

د “جيل الحرية و التنوير” ټوئيټر پاڼې لخوا د خپور شوي يو کلېپ د رپوټ له مخې د سعودي وليعهد محمد بن نائف د سعودي عرب د بيعت له کمېټۍ سره په يوه پټه غونډه کشې د عموي مصلحت او د باچائي خاندان له کورنيو اختلافاتو څخه د مخنيوی له مخې د دوو منصبونو يعنې وليعهد او د وليعهد د جانشين د لغو کولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل: د ملک عبدالعزيز د شپږو زامنو شاهزاداګانو په شول د باچائي خاندان ځينې شاهزادګان د باچا مخالف دي او د مبارکۍ لپاره د باچائۍ ماڼۍ ته حاضر نه شول.

هغه په دوام کښې وويل، د وليعهدۍ او د وليعهد د جانشين د پوسټونو د لغو کولو لپاره ترټولو مضبوط دليل دا دے چې هغه شاهزادګان چې د باچا مخالف وو او د مبارکۍ لپاره باچائي قصر ته لانړل خپله د باچائي کورنۍ غړي دي.په دغو کسانو کښې د ملک عبدالعزيززامن يعنې احمد، عبدالله، ممدوح، متعب، طلال، بندر ترکي او عبدالرحمن او همدارنګ د هغه نمسي مشعل بن سعود، محمد بن فهد او محمد بن سعد شامل دي.

هغه په آخر کښې  زياته کړه چې د باچائي کورنۍ له مشرانو او بزرګانو سره د محمد بن سلمان د چلند طريقه د دوو منصبونو يعنې وليعهدۍ او د وليعهد د جانشين په اړه د اختلافات لمن پراخه کړې او د غونډې وروستۍ نتيجه د ملک سلمان له وروستۍ فېصلې سره تړاو لري او مونږ ورته سترګې په لاره يوو.

Author

خروج از نسخه موبایل