د سوريې له حلب څخه د دولت وسله والو مخالفينو د وتلو په هکله نوې هوکړه شوي ده

د سوريې له حلب څخه د دولت وسله والو مخالفينو د وتلو په هکله نوې هوکړه شوي ده

له دي سره ويل شوي چي د سوريي او روسيي د بهرنيو چارو وزيرانو سره د ډيريو هيوادونو بهرنيو چارو وزيرانو اړيکې نيولي او په دي اړيکو کي د ملکي کسانو ژوند ته د پاملرني غوښتنه شوې ده

له دې سره په دي ښار کې د ملکي کسانو د ملکي تلفاتو په غبرگون په یو شمیر هیوادونو کې لاريونونه هم تر سره شوی دی

ټاکل شوې وه چې د یوې هوکړې له مخې د سوریې د دولت وسله وال مخالفین د چهارشنبې په ورځ له حلب ښار څخه وتلي وی خو دواړو خواوو دا اوربند مات کړی دی. هغه ډولو چې په حلب کې د ملکي کسانو د ژوندانه په برخه کې فعالیت کوي وایي، د امریکا بهرنیو چارو وزیر له خپل روسي، ترکي او قطري سیالانو سره ټلفوني خبرې کړې او په حلب کې یې د اوربند غوښتنه کړې ده.

جان کربي- “په دې خبرو کې د اوربند د دوام او د دولتي سرتیرو د ملاتړو له لوري د شخړو او تاوتریخوالي د مخینیوي غوښتنه شوې ده له دې سره اړو کسانو ته مرستو رسولو او له دې ښاره د وسله والو د وتلو په هکله هم خبرې شوې دي.”

په ورته حال کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خپل آلماني سیال سره هم خبرې کړې او په دې لړ کې د خبرو له لارې د سوریې ستونزو د هواری او اړ کسانو ته د مرستې رسولو ته نغوته شوې ده.

“د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له ولادیمیر پوتین سره ټلفوني خبرې کړې او د سوریې د حالاتو یادونه یې کړې ده د ایران بهرنیو چارو وزیرله خپل سوریي سیال سره اړیکه نیولې او ویل شوې چې دواړو د حلب د حالاتو، اړو کسانو ته د مرستو رسولو او له دې ښاره په امن توګه د وسله والو وتلو سره تړاو خبرې شوې دي.

په ورته حال کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو څانګې په حلب کې د ملکي تلفاتو په هکله خواشینی خرګنده کری ده

استيفن دوجاريک- “ملګري ملتونه د هغه نښتو په هکله سخت خواشیني دي کوم چې د ملکي کسانو ژوندانه ته پکې پآملرنه نه کیږي مونږ له تولو ښکیلو اړخونو څخه غواړو ترڅو نړیوالو قوانینو ته درنښت ولري.”

تیره ورځ د سوریې په حلب ښار کې د ملکي تلفاتو د غندلو په موخه په ترکیه فرانسه او بوسنیا کې لاریونونه تر سره شوي دي

 

Author

خروج از نسخه موبایل