د بشر حقونو په ميانمار کي له نږدي د مسلمانانو حالاتو د څيړنو غوښتنه کړې ده

د بشر حقونو په ميانمار کي له نږدي د مسلمانانو حالاتو د څيړنو غوښتنه کړې ده

دې اداري د ميانمار له دولت څخه غوښتي ترڅو په چټکۍ سره له دې سيمو د بشر حقونو او نړيوالو څارونکو ورتگ ته لاره هواره کړې

د بشر حقونو سازمان ویلي: د میانمار په راخین ایالت کې د مسلمانانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او ددوی د کورنو په سوځولو کې دولت په نیغه توګه لاس لري.

د بشر حقونو ادارې له دې سره د میانمار له دولت څخه غوښتي ترڅو له دې سیمې  او له مسلمانانو سره د ددوی سفر او لیدنو ته لاره هواره کړي.

د بشر حقونو د آسیا څانګې مسول براد آدامز ویلي:«میانماري چارواکي دا ادعا چې ګواکې دمسلمانانو په څورونه کې پوځیانو لاس درلودلی دی ردوي».

د میانمار دولت د بشر حقونو ریپوټ رد کړی ویلي یې دي چې میانماري مسلمانانو په خپلو لاسونو خپلو کورنو ته اور اچولی دی.

دا ریپوټ په داسې حال کې خپور شوی چې د جمعې په ورځ یو شمیر لویدیځو هیوادونو هم په میانمار کې له مسلمانانو سره د مرستو غوښتنه وکړه.

په راخین کې د مسلمانانو پر وړاندې د پوځیان له عملیاتو راهیسې شپږ اتیا کسان وژل شوي او له دیرشو زرو ډير نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي او له دوی څخه یواځې دوه ویشت زره یې تر بنګله دیشه رسیدلي دي. د میانمار په راخین ولایت کې د مسلمانانو یو زر پنځه سوه کورونه سوځول شوي دي.

د میانمار دولت په دې هیواد کې مسلمانانو ته د هیوادوالی حق نه ورکوي په داسې حال کې چې اوس مهال ددې هیواد یو اعشاریه درې میلیونه وګري مسلمانان جوړوي. مسلمانان له نولس سوه دوه  اتیایم کال راهیسې کله چې نوی قانون رامنځ ته شو په دې هیواد کې له امتیازاتو بې برخې شول.

Author

خروج از نسخه موبایل