ترکیه او روسیه په سمه لاره روان دي

ترکیه او روسیه په سمه لاره روان دي

په دې هکله څرګندونې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولوت چاویش اوغلو سپوتنیک سره د ترکیې د لومړي وزیر د بن علي ایلدریم د سفر، چې ددیسامبر د میاشتې په ۵- ۷ نېټه تر سره شوې وو د پایلو په هکله وکړې. چاویش اوغلو وویل:« د سفر د پروګرام له مخې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین زمونږ د لومړي وزیر سره کتنه وکړه. دا په دې معني، چې د روسیې ولسمشرد ترکیې سره اړیکو ته ارزښت ورکوي. روسیه د اړیکو ښه کېدو پلوي کوي. کولای شم، ووایم، چې روسیه او ترکیه په سمه لاره روان دي. مونږ سترې موخې او دغو موخو ته د رسېدو ډیرې هیلې او پراخه ښوونتیاوي لرو. ودریدل په کار نه دي، باید پر مخ ولاړ شو. خصوصآ روسیې سره په اړیکو کې. مونږ بې له دې هم یو کال له لاسه ورکړی دی. په دې برخه کې د ترکیې د لومړي وزیر سفر ډیر ګټور وو. دغه سفر ددواړو هیوادونو تر منځ په اړیکو کې نوې پاڼې پرانستې دي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *