له افغان ماشوم له لیونل مېسي سره په لیدو کې بریالی شو
هغه افغان ماشوم چې له پلاستیکي کڅوړې یې ځانته د وتلي لوبغاړي لیونل مېسي کمیس جوړ کړی و او پر انټرنیټ یې عکسونه لاس په لاس شول نن له خپل اتل مېسي سره ولیدل.
د ۶ کلن مرتضی احمدي عکسونه په جنورۍ کې خپاره شول چې وروسته مېسي د بارسلوانا کلب یوه جوړه جامې لاسلیک کړې او دغه ماشوم ته یې واستولې. د قطر ۲۰۲۰ کال نړیوالو اتلولیو کمیټه وايي میسي او مرتضی په دوحا کې سره ولیدل. د برسلونا لوبډله په قطر کې د الاحلی سره د سې شنبې پر ورځ دوستانه لوبه کوي او ټاکل شوې ده چې مرتضی له مېسي سره لاس په لاس لوبغالي ته ننوځي.
د سې شنبې پر ورځ سترې کمیټې په خپل ټویټر ولیکل: هغه انځور چې نړۍ یې لیدل غوښتل. ۶ کلن هلک چې د خپل اتل مېسي د لیدلو خوب یې درلود، پوره شو.
د غزني ولایت اوسېدونکی مرتضی احمدي په مئ میاشت کې افغانستان پرېښود او پاکستان ته کډه شو.