دعراق لومړي وزير په موصل کې د جگړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه

نخست وزیر عراق در جمع نیروهای بسیج مردمی

دعراق لومړي وزير په موصل کې د جگړې له لومړۍ کرښې ليدنه وکړه

حيدر عبادي په دې لړ کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل ترڅو د ترهگری پر وړاندي د مبارزي په برخه کي له عراق سره مرسته وکړي. دا په داسي حال کي ده چي عراقي سرتيرو له درې ورځيني ځنډ وروسته يوځل بيا ددې عملياتو له پيلولو خبر ورکړی دي  يوه عراقي پوځي چارواکي ويلي په زرگونه سرتيري د عملياتو لپاره چمتو دي

د  عراق لومړي وزیر د جګړې په لومړۍ کرښه کې له  نړیوالې ټولنې غوښتل ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له عراق سره مرسته وکړي. ده له عراق سره د ډونالډ ټرامپ ژمنې ته نغوته کړې ده. په ورته حال کې عراقي ځواکونو ویلي، له درې ورځیني ځنډ وروسته به یو ځل بیا د عملیاتو لپاره  چمتو دي.

حيدرعبادي- “نړۍ باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې  له عراق سره مرسته وکړي مونږ به د داعش په څیر ترهګریزې ډلې په عراق کې له منځه یوسو خو په دې برخه کې نړۍ باید له مونږ سره مل وي، زه له تولې نړۍ په ځانګړې توګه د ا مریکا له نوي ټاکل شوې ولسمشر څخه د مرستې غوښتنه کوم  ده له ماسره په وروستۍ اړیکه کې د ملاتړ ژمنه کړې ده.”

له ډې سره یوه عراقي پوځي چارواکي هم ویلي چې په زرګونه سرتیري د عراق عملیاتو ته د چمتوالي په حال کې دي. د موصل په عملیاتو کې  چې له پیلیدو یې یوه میاشت تیریږي په دې وروستیو کې له پڅوالي سره مخ شوي او لامل یې د داعشیانو کلک مقاومت ښودل شوی دی. د ریپوتونو له مخې تر اوسه په دې ښار کې دوه زره داعشیان شتون لري چې د جګړې له وروستیو تکتیکونو څخه کار اخلي. ویل شوي چې داعشیان په دې جګړه کې له ځانمرګو بریدونو، موټر بمونو او له ملکي کسانو د سپر په  توګه کار اخلي.

Author

خروج از نسخه موبایل