په امریکا کې له مسلمانانو سره ناوړه چلند کیږي

په امریکا کې له مسلمانانو سره ناوړه چلند کیږي

مسلمانان پدې اړه اندیښمن دي. هغوی ویلي دي چې مونږ د دا ډول خبرونو او پيښو د خبریدو سره سم پولیسو ته خبر ورکوو. د کالیفورونیا ایالت د« سیمي والې» په ښار کې یو تن مسلمان د جومات نه له وتلو وروسته د دوو تنو لخوا تر برید لاندې ونیول وشو. نوموړی مسلمان د جومات د موټر په پارک کې د برید کوونکو لخوا لومړی وښکنځل شو او وروسته پرې برید وشو. د ښار پولیسو برید نه ویشت کلن برید کوونکی د « کرکې د جرم » په تور ونیول. پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی قوي جرمني سابقه لري او له دې نه پخوا هم څو ځله ورته بریدونه کړي دي. له بلې خوا پولیسو ویلي دي چې برید د دوو تنو لخوا شوی دی چې یو تن يي نیول شوی او د بل تن د نیولو په خاطر يې هلې ځلې دوام لري. نوموړی مسلمان چې سخت ټپي شوی وو په روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شو. پولیسو ویلي دي چې د ټپي شوي مسلمان روغتیايي حالت ښه دی. همداشان په امریکا کې «د اسلام — امریکن »د اړیکو د مرکز د شورا یو تن غړي ویلي دي چې په دې وروستیو کې د امریکا په زیات شمیر ښارونو کې پر مسلمانانو ورته بریدونه کیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل