جنرال نوید مختار دپاکستان څارګرې ادارې مشر ټاکل شوی

جنرال نوید مختار دپاکستان څارګرې ادارې مشر ټاکل شوی

د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې ډګر جنرال نوید مختار د څارګرې ادارې، آی اېس آی، د نوي مشر په توګه ګومارل شوی دی. تر دې وړاندې نوموړی د کراچۍ د قول اردو قوماندان و.

پر دې سربېره د پوځ د عامه اړیکو د ادارې په ګډون د یو شمېر نورو ادارو په مشرتابه کې هم بدلون راوستل شوی دی.

د پاکستان د پوځ لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د آی اېس آی مخکنی مشر رضوان اختر د ملي دفاعي پوهنتون مشر ټاکل شوی دی.

دغه خبرپاڼه همداراز وايي، چې ډګر جنرال بلال اکبر د ځمکني پوځ رییس ارکان ټاکل شوی. د آی اېس آی نوي مشر نوید مختار خپله پوځي دنده په ۱۹۸۳ کال کې د زغره والې قول اردو له غونډه پیل کړې وه. نوموړي د کوټې په پوځې لېسې، د اسلام اباد په دفاعي پوهنتون او په امریکا کې پوځي زده کړې کړې دي. دی په څارګرۍ کې اوږده مخینه لري او په اسلام اباد کې یې د آی اېس آی د ترهرګرۍ ضد څانګې مشري هم کړې ده. د نومبر په ۲۶مه د پاکستان ولسمشر ممنون حسين د لومړي وزير نواز شریف سره پر مشوره جنرال قمر جاويد باجوه د پوځ مشر او جنرال زبير محمود حيات د پوځ د لوی درستيزانو د کمېټې د مشر په توګه وګمارل.

Author

خروج از نسخه موبایل