ملګرو ملتونو د سوریې په حلب کې د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده

ملګرو ملتونو د سوریې په حلب کې د جګړې د بندولو غوښتنه کړې ده

دې غوښتنې  ته یو سل دوه ویشت موافقې او دیارلس مخالفې رایې ورکړل شوې دي. له دې سره چې دا پریکړه لیک د پلي کیدو لپاره اړین ندی خو سیاسی وزن لري. له دې هوکړې سره سوریې او ددوی ملاتړو هیوادونو مخالفت کړی دی.

بلخوا د اردن په پلازمینه عمان کې ۲۰۰ کسانو په سوریه کې د ملکي کسانو په ملاتړ لاریون کړی  دوی د لاریون پر مهال د سوریې ملکي کسانو ته د بیړنې رسیدنې غوښتنه کړې ده او پّ دې هیواد کې یې له ښکیلو اړخونو غوښتي ترڅو د ملکي کسانو ژوند ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه د داعش وسله والې ډلې په حمص ښار کې له دولتي سرتیروسره د نښتو انځورونه خپاره کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *