له 27 روغتيايي موسسو سره تړونونه د تدارکاتو بهير پر خلاف لاسليک شوي دي

له ۲۷ روغتيايي موسسو سره تړونونه د تدارکاتو بهير پر خلاف لاسليک شوي دي  ولسمشر د روغتيا وزارت له مسولينو سره په ليدنه کي ويلي، په يوويشتو ولايتونو کي خلک ددې موسسو له خدماتو ناخوښه دي. دوی، ويلي په دي بهير کي ناغړيو او فساد، د زيږون پر مهال د ډيريو ميندو ژوند له گواښ سره مخ  کړی  دی

ولسمشر محمد اشرف غني د ورغتیا وزارت له مسولینو سره د لیدنې پر  مهال، له یو ویشتو موسسو سره ددې وزارت تړون لیکونه د تدارکاتو بهیر پر خلاف ښودلي دي. له ولسمشری ماڼۍ څخه د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، ولسمشر ددې موسسو بیغوری او ناغیړیو ته په نغوتې سره ویلي، په دې موسسو کې فساد، بې کفایتي شتون لري او د کارکونکو معاشونه په وخت سره نه ورکول کیږي نو له دې مخې د زیږدون پر مهال د ډيریو میندو ژوند له ګواښ سره مخ وي.

ښاغلي غني په تیرو کې له دې موسسو سره تړون لیکونه د تدارکاتو بهیر پر خلاف ښودلي نو له دې مخې یې له دوی سره تړون لیکونه د دریو کلونو پر ځای تر شپږو میاشتو غځولي دي.

د ولسمشر په وینا، له هغه اوه ویشتو روغتیایي موسسو سره تړون لیکونه چې غیر دولتي او اوس مهال د هیواد په یوویشتو ولایتونو کې فعالیت لري کړنې او فعالیتونه به یې د ویډیو کنفرانسونو له لارې له والیانو سره وڅیړي.

له دې سره ښاغلي غني د روغتیا وزیر ته دنده سپارلې ترڅو ددې موسسو کړنې په سمه توګه وڅیړي او پایلې یې ولسمشرۍ ماڼۍ ته وسپاري. د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز هم ویلي، دده پّ وزارت کې د فساد پر وړاندې ګامونه پورته کړل شوي او ددې وزارت هر کارکونکی چې په فساد اخته وي عدلي او قضایي اداروته ور پیژندل کیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل