ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت محمد ص د مبارک ميلاد په وياړ يو ځل بيا د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل ترڅو د اسلامي لارښونو له مخې له جگړې لاس په سر او د بين الافغاني سولي له بهير سره يوځای شي
له دي سره دوی له ديني عالمانو وغوښتل ترڅو د اسلام ريښتينې لاره او ارزښتونه په ډاگه کړي او هغه کسان چي تيروتلي دي خپلو تيروتنو ته يي پاملرنه را وگرځوي
په ولسمشری ماڼۍ کې نن د حضرت نبي کریم ص له مبارک میلاد څخه نمانځنه وشوه. ولسمشر په دې ناسته کې حضرت محمد ص یوه کاملترینه انسان، د موجوداتو ویاړ وښود او ددی علمي سیره یې په افغانستان کې د سولې او ورور ګلوی او یوالي بیلګه وښوده
له دې سره دوی ویلي: د حدیبیې سوله چې د مکې د فتحې پر مهال له قریشو سره شوې، ددې ښکارندویي کوي چې حضرت نبي کریم ص د سولې پخلاینې غوښتونکی وو او پّ دې سره یې د خلکو د حقونو او عدالت پلې کولو بنسټ کیښود.
ولسمشر محمد اشرف غني له دې سره وویل، حضرت محمد ص په خپل طیبه حیات کې له خلکو سره مهربانه وو او د ټولنیز عدالت د پلې کیدو لپاره یې له ظلم، تبعیض او تعصب سره مبارزه وکړه او توحید ته یې د رسیدو شعار سوله او صمیمیت اعلان کړی وو.
له دې سره دوی له ځوانانو وغوښتل ترڅو د ستونزو څخه په تیریدو او له خندونو سره د مبارزې له مخې د یوالي او اخوت رسۍ ټینګه کړي او په دې برخه کې د ستر پیغمبر په لارښونو او سنتونو عمل وکړي.
نن د څلوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الاول دولسمه نیټه ده چې د حضرت محمد ص له مبارک میلاد سره سمون لري. په دې ورځ حضرت محمد ص د وروستي الهي پیغمبر په توګه دې نړۍ ته سترګې پرانستلې او ټوله نړۍ ددوی په مبارک نور سره روښانه شوه.