د سرپل ولايتي شورا رئيس له وسله والو سره د پوليسو د همکارۍ له مخې پر ناامنيو نيوکه کړې ده

د سرپل ولايتي شورا رئيس له وسله والو سره د پوليسو د همکارۍ له مخې پر ناامنيو نيوکه کړې ده

محمد رحماني ويلي وسله والو طالبانو ددې ولايت په ځينو برخو کي مرکزونه جوړ کړي دي

محمد نور رحماني ویلي، وسله والو مخالفینو د کوهستاناتو ولسوالی له نیولو وروسته په دې سمیه کې د مرکزونو پر جوړولو لاس پورې کړی او سیمه ایزو اسیدونکي د وسله والو مخالفینو فعالیت له دوی سره د پولیسو د همکارۍ له مخې بولي، وایي له دې مخې یې خپل کورونه پریښې دي. خو د سرپل والي ویاند ذبیح الله اماني د اندیښنو له پخلي سره وایي: مخکې له دې هم یو شمیر سیمه ایزو پولیسو د کوهستاناتو ولسوالی  ځینې پوستې خپلو وسله والو مخالفینو ته سپارلې وې. ده له دې سره ویلي ددې ډول پولیسو د پیژندګلوی هڅې روانې دي او هغه کسانو ته به سزا ورکړل شي کوم چې په خپله دنده کې ناغیړي کوي.

د سرپل والي ظاهر وحدت څخه موده وړاندې ویلي وو له څوارلسو میاشتو راهیسې د دولت وسله والو مخالفینو پر دې ولایت درانه بریدونه پیل کړې او کوهستاناتو ولسوالۍ اوس هم ددوی پّ لاس کې ده ده ویلي له دې سره چې په ځینو ولسوالیو کې جګړه روانه ده خو کوهستاناتو ولسوالۍ په بشپړه توګه ددوی په لاس کې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل