یوه ورور خپله خوراو اخښی وژلي دي

د بغلان ولایت د بغلان مرکزي ولسوالۍ له لقیه‌ها کلي نه یو هلک او نجلۍ تښتي او واده کوي.

دا قضیه د سپین ږیرو او قومي مشرانو په منځګړيتوب حلېږي او هر څه عادي حالت ته راګرځي؛ خو له شپږو میاشتو وروسته د نجلۍ ورور د خپلې خور د خسرګنۍ کورنۍ ته مېلمستیا جوړوي؛ نوره کورنۍ یې برمته کوي، خپله خور او د هغه مېړه وژني.

د بغلان ولایت د ښځو چارو ریاست د حقونو مدیره اورانوس عاطفي د دې پېښې په بیان سره سلام وطندار ته وویل، د هلک برمته شوې کورنۍ له پېښې نه وروسته ناردکه شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهر خان بابري په دې اړه وویل، چې د وژل شوې جوړې قاتل او د برمته شوې کورنۍ د پیدا کېدو په اړه پلټنې روانې دي.

بغلان هغه ولایت دی، چې ورځ تر بلې په کې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *