چین د ټایټینیک په ډول لویه بیړۍ جوړوي
۲۶۹ متره اوږده ټیټانیک د چین د شیچوان ولایت په یوه کلیواله سیمه کې جوړېږي او په اوبو کې به ولاړه وي. ویل کېږي چې اصل ټیټانیک هارلنېډ او وولف کمپنۍ د ایرلېنډ په بیلفاسټ ښار کې جوړ کړې وه. دغه بېړۍ په ارام سمندر ګې د لومړني سفر په مهال ډوبه شوه او له ۱۵۰۰ ډېرې سپرلۍ یې ټولې ووژل شوې.
ټیټانیک په خپل لومړني سفر کې له ساوت هیمپټن د نیویارک لور ته روانه وه چې د واورې ټوټې سره ټکر او ډوبه شوه.
په ۱۹۹۷ کال د هنرمندې کیټ ونسلیټ او هنرمند لیونار. و ډي کيپریو له فلم وروسته دا لېوالتیا نوره هم زیاته شوې او دې فلم هم په چین کې ډېر مینوال لرل.
د فلم ډایریکټر جیمز کیمرون د دې بېړۍ ۹۰ سلنه نقل تیار کړی و، خو تراوسه یې بشپړ نقل تیار شوی نه دی.
د اسټرالیا میلیاردر کلایو پامر په ۲۰۱۲ کال د دې بېړۍ د هوبهو نقل جوړولو اعلان وکړ، خو هغه پروژه تراوسه بشپړه شوې نه ده.
د چین په دغه نوښت کې د اصلي بېړۍ په څېر ډېر معیاري ارام او شان او شوکت په پام کې نیول شوی، چې په هغو کې نڅا خونه، تیاتر، لامبو ډنډ او د لومړني پاړکي لپاره ځای شته.
په دې بېړۍ کې د ډېر مهم شخص لپاره نورې اسانتاوې شته او دا به د چین له سمندرغاړې په سلګونو میله لرې یوه پارک ته د خلکو پام ور واړوي.