له ايران سره هوکړه بايد د هيوادونو د کورنيو حالاتو تر اغيزې لاندې رانشي

له ايران سره هوکړه بايد د هيوادونو د کورنيو حالاتو تر اغيزې لاندې رانشي

د چين بهرنيو چارو وزير دا څرگندوني له پيکينگ څخه د ايران د بهرنيو چارو وزير د سفر پر مهال کړې دي  له دي سره د دوارو خواوو ترمنځ په بيلا بيلو برخو کي ځينې هوکړې هم لاسليک شوي

د ایران او چین بهرنیو چارو وزیرانو په یوه خبري ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ له ځینو هوکړو خبر ورکړی، د تهران او پکینګ ترمنځ یې پر اړیکو ټینګار کړی دی. دا هوکړې چین ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې ځینې سوداګر یې هم ملتیا کوي د سفر پر مهال شوې دي.

وانگ‌يي- “مونږ په دوه اړخیزو او د دواړو هیوادونو د ګټو له مخې ځينې هوکړې لاسلیک کړې. چین او ایران د اقتصاد، انرژۍ او بنسټیزو پروژو په برخه کې ښه ظرفیتونه لري.”

د چین د بهرنیو چارو وزیر له دې ناستې وروسته خبریالانو ته وویل، د اټومی پلان په هکله له ایران سره هوکړه د لویدیځو هیوادونو او ټولو ګډونکو له لوري باید وساتل شي او دا ګډه دنده ده.

له کله چې په امریکا کې له ایران سره د هوکړې مخالف یعني ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالی شو، له ایران سره د هوکړې په هکله اندیښنې ډيرې شوې دي.

چین د روسیې په پلویتوب په دې هوکړه کې د ایران سیاسي  ملګری هیواد شمیرل کیږي.

د برجام په نامه هوکړه د تیر زیږدیز کال د جولای پّ میاشت کې د ایران او لویدیځو هیوادونو له لوري لاسلیک شوه او د پلي کیدو نیټه یې دوه زره شپاړسم کال ښودل شوی وو.

له دې سره د امریکا د کنګرې له لوري تر لسو نورو کلونو پر ایران د بندیزونو تصویب د ایران د چارواکیو او مشر قهر را پارولی دی.

په  دې لیدنه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم وویل مونږ یوه اړخ ته هم اجازه نه ورکوو ترڅو په یو اړخیز ډول دا هوکړه لغوه کړي.

Author

خروج از نسخه موبایل