پاکستان وایي: اشرف غني دښمن هېواد کې زموږ پر ضد خبرې کړې

پاکستان وایي: اشرف غني دښمن هېواد کې زموږ پر ضد خبرې کړې

 ولسمشر محمد اشرف غني پر پاکستان نیوکې وکړې او وویل پاکستان د افغانستان د بیارغونې لپاره ۵۰۰ میلیون ډالره مرستې اعلان کړي، خو ښه به دا وي، چې دغه هیواد “له موږ سره د دغو مرستو پر ځای هلته د ترهګرو فعالیت له منځه یوسي.” ولسمشر غني دا هم وویل چې یوه طالب مشر ورته ویلي که دوی په پاکستان کې پټنخایونه ونه لري یوه میاشت هم دوام نه شي کولی.

دغو څرګندونو ته د پاکستان انلایني او چاپي رسنیو سخت غبرګون ښودلی. ځينې رسنيو افغان ولسمشر ته د مودي د ژبې کارولو نوم ورکړی دی.

تېره شپه د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز هم په خپل غبرګون کې وویل د افغان ولسمشر محمد اشرف غني وینا د افسوس وړ ده، خو د افغانستان وضعیت ته په کتو یې وویل دی درک کولی شي چې ښاغلي غني ولې دا خبرې کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، اشرف غني د پاکستان په دښمن هیواد کې د دوی پرضد زهر پاشلي. “پاکستان دې موږ سره د مالي مرستې پرځای هلته ‘ترهګر’ وځپي”

Author

خروج از نسخه موبایل