ولسمشر غني له هند څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده

ولسمشر غني له هند څخه د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده

په هندوستان کي د آسيا زړه هيوادونو د ناستي په لړ کي ولسمشر غني او د هند لومړي وزير سره ليدلي او ددې ليدنې پر لړکي ښاغلي غني د امنيت د ټينگښت لپاره پوځي خوځښتونه اړين ښودلي دي

ولسمشر غني چې د آسیا زړه هیوادونو ناستې په لومړۍ ورځ خبرې کولې ویلي دي، افغان امنیتي ځواکونو د امنیت د ټینګښت لپاره د پام وړ عملیات په لاره اچولي دي. دوی د هیواد او سیمې د امنیت په خوندي کولو کې د هند رول ډیر مهم ښودلی او نوي ډهلي څخه یې غوښتي ترڅو په پوځي برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د هند لومړي وزیر نارندرا مودي هم په افغانستان کې د سولې پر اهمیت ټینګار کړی ویلي یې دي، په دې موخه باید په سیمه کې ترهګري وځپل شي. ده زیاته کړې: هندوستان پّ افغانستان او سیمه کې د سولي د ټینګښت په موخه له نړیوالې ټولنې سره همکاري کوي. له دې سره دوی د سیمې روانو حالاتو ته په نغوتې سره وویل: ترهګري د اوسنۍ جغرافیې لپاره لویه ستونزه ده او پر وړاندې یې مبارزه د تولو هیوادونو دنده شمیرل کیږي.

ښاغلي مودي ددې ناستې اصلي موخه په افغانستان کې د سولې او امنیت د رامنځ ته کولو لپاره د حل لارې لټون ښودلې ده.

Author

خروج از نسخه موبایل