د سوريې دولتي ځواکونو د حلب ښار شپيته سلنه ختيځې سيمي نيولې دي

د سوريې دولتي ځواکونو د حلب ښار شپيته سلنه ختيځې سيمي نيولې دي. بله خوا ددې ښار روغتون هره ورځ د لسگونه ټپيانو کوربه وي

سوریې دولت د حلب ښار ختیځې شپیته سلنه سیمه نیولې ده او اوس مهال ددې ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دي. د هغه ښار چې په دې وروستیو نښتو کې په کنډواله اوښتی دی. د سوریې د پوځ ویاند هیله مندي څرګنده کړې چې تر راتلونکو اونیو به د حلب ټول ښار له وسله والو ونیسي.

د حلب ختیځې سیمې د سوریې اقتصادي مرکز ګڼل کیږي او له دوه زره دولسم کال راهیسې د حکومت وسله والو مخالفینو په لاس کې دی. له دې سره په دې ښار کې جګړو د ملکي کسانو ژوند هم له ډيریو ستونزو سره مخ کړی او اوس مهال ددې ښار روغتون ته په لسګونه ټبیان راوستل کیږي.

محمد موصلاتي- “د وژل شویو هغه شمیره چې په دې مرکز کې د نوامبر له اته ویشتمې ثبت شوې پنځوسو ته رسیږي چې دوه ویشت یې نارینه، دولس یې میرمنې او شپاړس یې ماشومان دي او د ټپیانو شمیره تر اوو سوو رسیږي چې د تیرې اونۍ په پرته لوړوالی ښیي. په روغتونونو کې چمتوالی لوړ دی خو ځینې ټپیان د خپل بدن یوه برخه له لاسه ورکوي.”

Author

خروج از نسخه موبایل