په بادغیس ولایت کې یوه پلار د خپلې دوه کلنې لور سر غوڅ کړی
په بادغیس ولایت کې یوه پلار د خپلې دوه کلنې لور سر غوڅ کړی
د بادغیس ولایت امنیه قوماندان عبدالروف تاج د دې خبر د تایید تر څنګ وویل، چې د نجلۍ پلار عصبي ناروغي لرله او ښايي دا کار یې د همدې تکلیف له امله کړی وي.
ښاغلی تاج زیاتوي، چې د پېښې ځای په پراخ ډول د طالبانو په ولکه کې دی؛ خو امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د پېښې عامل ونیسي.
دا په روانو دوو اوونیو کې په بادغیس کې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۳یمه پېښه ده.