د چاپان د راتلوکي کال پوځي بوديجه له له شپژويشت ميليارده دالرو ا وښتي وي
د چاپان د راتلوکي کال پوځي بوديجه له له شپژويشت ميليارده دالرو ا وښتي وي
دي هيواد د خپل راتلونکي کال پوځي بوديجه شپږ څلويښت ميليارده شپږ سوه څلويښت ميليونه ډالره ټاکلې چې ددې هيواد پارلمان منلو ته اړتيا لري
د جاپان دولت اعلان کړی چې په سیمه کې د چین له لوري د خوځښتونو او د شمالي کوریا د توغندیو د ګواښونو دمخنیوي لپاره یې په خپله پوځي بودیجه کې ډیروالی راوستلی او ددوی دا ګام اړین شمیرل کیږي.
له پنځو پر له پسې کلونو راهیسې د چین په پوځي بودیجه کې ډيروالی راځي چې یوه برخه یې له امریکا سره د اړیکو د تینګښت او ګواښونکو پولو ته د سرتیرو د استولو سره تړلي دي.
له دوه زره دیارلسم کال راهیسې له کله چې شینزو آبه د چین واکمني تر لاسه کړي ددې هیواد پوځي بودیجې ته یې ډيرښت ورکړی دی.
د جاپان حکومت په هغه سیمو کې د خپلې پوځي برخې د پیاوړتیا هڅې کوي کوم چې له چین سره په ستونزه کې دي. له دې سره دوی د شمالي کوریا له لوري د توغندیو او سایبري بریدونو ګواښونه هم له هیره ندي ایستلي.
په دوه زره دولسم کال کې د جاپان پوځي بودیجه څلور سوه زره اوه سوه لس میلیارده ډالره وه چی له دوه زره شپارم کال روروسته له پنځو میلیاردو ډالرو واوښته.
د اعلان شوي پلان له مخې دا هیواد به تر دوه زره اتلسم کاله په پوځي بودیجه کې صفر اعشاریه اته سلنه نور ډیروالی هم راولي او دا بودیجه به د هغه سرتیرو لپاره په پام کې ونیول شي کوم چې ستونزمنو سیمو ته استول کیږي.