د سوريي له حلب سيمي څخه په سلگونه کورنۍ کډوالی ته اړ شوې دي

د سوريي له حلب سيمي څخه په سلگونه کورنۍ کډوالی ته اړ شوې دي

له دې سره د سوريې پوځ ويلي ترهغې به د حلب عمليات دوام ولري ترڅو چي دا ښار له وسله والو نه وي نيول شوی.

په حلب کې سلګونه کورنۍ په دې بریالی شوې ترڅو امنو سیمو ته کډه شي. د سوریې پوځ وایي په دې سیمه کې یې د پام وړ پرمختګ کړی او ویلای شي چې تر څخه مودې وروسته به حلب بیرته له وسله والو ونیسي. کډه شوي کسان هم د حلب په هکله زړه بوګنونکې کیسې کوي.

فواد مصطفي- “مخکې له دې د سرتیرو د  تیښتې او ددوی د کمزورتیا په هکله خبرې کیدې، خو د پوځ له ښو پلانونوسره دوی پرمختګ کړی چې له مخې یې حلب ته امنیت بیرته را  ګرځیدلی دی. فکر کوم د حلب ختیځې او لویدیځې سیمې نیول شوې او ډیر ژر به دا ښار د سوریې یوه برخه وګرځول شي.”

عبدالعزيز جنيدي- “هر واټ ځان ته یو واکمن لري. مونږ اړ وو ترڅو له هره یوه سره ښه چلند وکړو. دوی غیر مسوله وسله وال وو او زمونو هر څه یې رانه واخستل. اوس هیڅ هم نلرو زمونږ مرستې یې تر لاسه کړې خو پر وړاندې یې بربادي له ځان سره راوړه . هغه کسان چې د سیمې په پریښودو بریالي شول لکه زما زامن دوی باید ښونځۍ ویلی وی خو داسې ونه شول او اوس زه یواځې پاتې یم.”

له دې سره د سوریې د بشر حقونو هم ویلي د هغه سیمو څخه  چې له مرکز څخه په لس کیلو متری کې پرتې دي ډيری وسله وال له سیمې وتلي دي. ددوی پّ وینا دا وسله وال له دولت سره د یوې هوکړې له مخې وتلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *