د امريکا بهرنيو چارو وزير د حلب جگړې د پای ته رسولو لپاره له روسيي سره د گډو هڅو خبر ورکړی
د امريکا بهرنيو چارو وزير د حلب جگړې د پای ته رسولو لپاره له روسيي سره د گډو هڅو خبر ورکړی
د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي چې له روسیې سره د حلب جګړې د پای ته رسولو په برخه کې ګډې هڅې کوي. دې امریکایي چارواکی په دې هکله د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي اسټیفن دمستورا او د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره لیدلي دي. ده له لاوروف سره په لیدنه کې ویلي: هیله مند دی چې د سوریې په ځانګړې توګه په حلب کې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره، چې ډيریو کسانو ته یې زیانونه اړولي دي یوې هوکړې ته سره ورسیږي. له دې سره ده د جینو ناستې په څیر د خبرو پیلولو ته نغوته کړې ده.