دلرغونو آثارو لپاره د وجهي صندوق رامنځ ته شي

دلرغونو آثارو لپاره د وجهي صندوق رامنځ ته شي

 تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو د ساتنې په خاطر دې۱۰۰ میلیون ډالري وجهي صندوق ایجاد شي. افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني عربي متحده اماراتو ته د رسمي سفر په دویمه ورځ نن ماسپښین د یاد هېواد پلازمېنه ابوظبۍ کې د ” ترګواښ لاندې فرهنګي میراثونو ملاتړ” کنفرانس کې ګډون وکړ. د دې کنفرانس په وروستۍ برخه کې پر جمهور رئیس غني سربېره، د فرانسې جمهور رئیس فرنسوا اولاند او د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادونو مقاماتو او د بین المللي سازمانونو استازو چې د فرهنګي میراثونو د ساتنې په برخه کې فعالیت لري، حضور درلود. د دې کنفرانس په پای کې اعلامیه خپره شوه او په هغه کې څرګنده شوه چې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو د ساتنې په خاطر دې۱۰۰ میلیون ډالري وجهي صندوق ایجاد شي. فرانسې د یاد صندوق لپاره د ۳۰ میلیون ډالر مرستې ژمنه وکړه او د نړۍ له ټولو هېوادونو یې وغوښتل چې د نړۍ د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره چې تر ګواښ لاندې دي، خپله ونډه ادا کړي. جمهور رئیس غني عربي متحده اماراتو ته د خپل رسمي سفر په پای کې نن ماسپښین د اسیا زړه شپږم کنفرانس کې د ګډون په موخه له ابوظبۍ څخه هند ته روان شو. په پام کې ده چې جمهور رئیس غني سبا د هند د پنجاب ایالت امرتسر ښار کې د اسیا زړه کنفرانس کې چې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشران او مقامات حضور په کې لري، ګډون او په افغانستان کې د سولې د تامین د لارو، د افغانستان د لاسته راوړنو او اقتصادي همکاریو په اړه وینا وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *