په برازيل کې د فوتبال لوبغاړيو د الوتکي نسکوريدو لامل د تيلو خلاصون و

په برازيل کې د فوتبال لوبغاړيو د الوتکي نسکوريدو لامل د تيلو خلاصون وو

رسنيو ته ځيني داسي غږيز پيغام رسيدلی او ددي ښکارندويي کوي چي د الوتکي د تيلو د پاي ته رسيدو له امله هغه الوتکه نسکوره شوه کوم چي د ملي لوبډلې پکي سفر کاوه    په دي پيښه کي يو اويا کسان وژل شوي او يواځې شپږ کسان ژوندي پاتي دي

د څارنې د برج په فایل کې داسې غږیز پیغام اوریدل شوی چې د سوند توکیو د پای ته رسیدو له امله دا الوتکه د کیناستلو غوښتنه کوي. پیلوټ په دې پیغام  د الوتکې د لوړوالي کچه ښودلې وه، دا غږیز پیغام یو شمیر کلمبیایي رسنیو خپور کړی او ویل شوي له دې سره چې کیدای شي د الوتکې نسکوریدو لامل د سوند توکیو پای ته رسیدل وي، د کلمبیا پوځې مسولینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: دا د پوښتنې وړ ده کله چې الوتکه په ځمکه وګیده ولي چاودنه رامنځ ته نشوه نو له دې مخې ویلای شوچې پّ الوتکه کې د سوند توکي پای ته رسیدلي وو. څیړونکو تر اوسه د الوتکې د نسکوریدو اصلي لامل ندی موندلی او دې مسلې پایلو ته رسیدل به میاشتې وخت ونیسي.

د چاپکوینس فوټبال لوبډله د دوشنبه د یوې سیالۍ لپاره د  کلمبیا په لور روانه وه چې د لارې په اوژدو کې یې الوتکه نسکوره شوه. ددې الوتکې له اوه اویا سپرلیو څخه شپږ کسان ژوندي پاتې دي.

د الوتکې دواړه تور بکسونه پیدا شوي او په هکله یې څیړنې روانې دي دا الوتکه د انګستان جوړونکي وه او د بریتانیا ډله ددې الوتکې د نسکوریدو لامل روښانه کولو سره مرسته کولای شي. په برازیل کې درې ورځينۍ غمیزه اعلانه شوې ده.

 

Author

خروج از نسخه موبایل