د اهل سنت لپاره د امام رضا(رض) ځای ځایګی

د اهل سنت لپاره د امام رضا(رض) ځای ځایګی

ددوی باسعادته ولادت په مدینه منوره کې په کال ۱۴۸ هجري او د خینې له خولې په یوسل درې څلویښتم کال کې شوی دی. ددوی کنیه ابوالحسن او لقب یې امام همام رضا، صابر، زکي او والي وو. هغه حدیق چې په صواعق المحرقه کې د عسقلاني له لوري ویل شوی. ستر پیغمبر ص فرمایلي: زما له نسب پرته هر ډول حسب او نسب پرې کیږي. د هرې لور څخه پیدا شوی ددې پر پلار پورې تړاو لري د فاطمی له اولادې پرته چې زه یې پلار یم. ددې حدیث له مخې د حضرت محمد ص نسب به د قیامت تر ورځې دوام ولري او د ایمان له اهل سره به یې خپل ځای ځایګی محفوظه وي. ابن حجر اعسقلاني د تهذیب التهذیب په کتاب کې لیکل شوي: «کان رضا من اهل العلم و الفضل مع شرف النسب» یعنی امام رضا (ع) له دې سره چې پیژندل شوی حسب او نسب لرري د خپل عصر پیژندل شوی عالم وو. له دې سره دی یو دینداره  او لور مقام خاوند وو. دوی اهلیت او وړتیا هم درلوده.

 عبدالله شبروانی شافعی «جامع الکرامات الاولیا» ج۲، ص ۳۱۲ پکې راغلي: «علی الرضا کانت مناقبه علیه و صفاته سنیه و کراماته اکثر من ان تحصی و اشهر من ان تذکر» یعنی امام رضا د ډیریو کراماتو خاوند وو چې شمیره او ویل یې شونې ندي. دوی له ډیرو هڅو او مجاهدت وروسته پّ کډوالی او سختیو په ګاللو سره، په دوه سوه دریم کال کې د مامون له لوري مسموم شو او د توس په ښار کې یې له دې نړیه سترګې پټې کړې او په هماغه ځای کې خاوروته وسپارل شو. الله ج مونږ ددوی له پلویانو حساب کړي.

 

Author

خروج از نسخه موبایل