د سوریې په حلب کې اوربند د ملګرو ملتونو د نه چمتوالې له امله له بې پایلو سره مخ دی

د سوریې په حلب کې اوربند د ملګرو ملتونو د نه چمتوالې له امله له بې پایلو سره مخ دی

روسيي په وار وار په حلب کې بشري اوربند مراعات کړي دي خو د ملګرو ملتونو د نه چمتوالې او ليوالتيا او همدارنګه د ترهګرو د کړنو له امله بې نتيجې پاتې شوی دي. دامطلب دروسيي د دفاع وزارت وياند آيګور کناشينکوف څرګند کړی دي. « روسيي په حلب کې څو ځلې په مختلفو دورکې بشري اوربند عملي کړی دي، خو هر وار په دوو دليلونو بې نتيجې پاتي شوی دي: د ملګرو ملتو استازي د بشري مرستو د رسولو دپاره چمتو نه دي او يا هم ترهګر په حلب کې نه پوهيږي چې چا د ځآئي خلګو په تخليه کولو کې د هغوی سره موافقه کړي ده.

Author

خروج از نسخه موبایل