د موصل له بيځايه شويو سره په داسي حال کي مرستي شوي

بزرگترين موج آوارگان از آغاز عمليات موصل

د موصل له بيځايه شويو سره په داسي حال کي مرستي شوي چي د عراق نور کورني کډوال د خوړو او څښلو پاکو اوبو له کمښته سر ټکوي

په ورته حال کي عراقي خواکونه وايي د ملکي کسانو د ژغورني لپاره د موصل عمليات په احتياط سره پر مخ روان دي

د موصل کډه شوې میرمنې نارینه او ماشومان د مرستو د تر لاسه کولو لپاره د خوړړو د ویشلو مرکز ته سره را ټول شوي دي. د عراق پوځ بیا وایي دوی د عراقي کډوالو سره د مرستې لپاره پلانونه رامنځ ته کړي او د کډوالو وزارت د چارو ګړندي کولو هڅې کوي خو له دې سره کډوالو پر ځینو نیمګړتیاوو نیووکې کوي.

ابواحمد- “کله ناکله توغندي زمونږ په لور توغول کیږي خو امینتي حالت مخ په ښه کیدو روان دی مونږ له توغندیو او نښه ویشتونکیو څخه په ویره کې یو د برشنا نشتون هم یوه بله ستونزه ده د تیلو د نشتو له کبله جنراتورونه فعاله ندي او د څښلو اوبه چې د له برښنا سره اړیکه لري شتون یې ناشونی شوی دی.”

په ورته حال کې د عراق امنیتي سرتیري د موصل عملیاتو له دوامه خبر وروکوي وایي دا عملیات د ملکي کسانو تلفاتو د مخنیوي لپاره ورو روان دي.

سلام جاسم- “عراقي سرتیرو د بشری مرستو د ډيرښت وړاندیز کړی لکه د بیځایه شویو کسانو لپاره د درملو او خوړو له دې سره دوی پر یوه بله پسې د سیمې نیولو ته دوام ورکوي خو عملیات د پلان له مخې ورو پر مخ روان دي.”

د موصل په عملیاتو کې د عراقي سرتیرو سربیره ملیشو او کردي وسله والو هم برخه اخستې چې د امریکا په مشری د ایتلاف له هوایي بریدونو برخمن دي.

Author

خروج از نسخه موبایل