د عراق موصل ښار عملیات بریالیتوب ته نږدې شوي دي

د عراق موصل ښار عملیات بریالیتوب ته نږدې شوي دي

عراقي امنيتی ځواکونو له داعش ډلې د موصل ښار د بېرته نيولو عملياتو کې پرمختګ کړی او اوس له دغه ښاره د ۱.۵ کيلومتره په واټن کې دي.

دغه ځواکونه وايي له موصل سره نژدې بزوايا سيمې ته ننوتلي او عراقي بيرغ يې هلته ځای پر ځای کړی دی.

د عراق ځانګړو ځواکونو قومندان ډګر جنرال عبدالوهاب السعادي وايي، هيله من دی چې ژر به دولتي ځواکونه موصل ښار له داعش ډلې ونيسي.

د پوځ د خبرپاڼې له مخې د “ترهګرۍ ضد ځواکونه او د عراق پوځ له دريو غاړو د موصل ښار کيڼې ساحلي غاړې ته ورمات شوي دي”

تېره اوونۍ عراقي ځواکونو له يو شمېر پرمختګونو وروسته، د موصل پر لورعمليات وځنډول چې اوس يې بيا پيل کړي دي.

عراقي ځواکونه غواړي د کردانو او ولسي پاڅون په مرسته پر “اسلامي دولت” نومې ډلې کړۍ تنګه کړي او له موصله يې وباسي.

د موصل د نيولو لپاره څو اوونۍ چمتووالی کېده. دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې د “اسلامي دولت” نومې ډلې لاس ته لوېدلی دی.

په تېلو بډايه دغه دويم لوی ښار د “اسلامي دولت” نومې ډلې لپاره مهم سټراټيژيک اهميت لري.

وړاندې ملګرو ملتونو ويلي وو، داسې معلومات لري چې داعش اورپکو عراق کې د موصل له جنوبي سيمو زرګونه خلک ښار ته ورلېږدولي، چې بيا يې هلته د بشري سپر په توګه وکاروي.

 د روان کال اکټوبر مياشتې ۱۷ نېټې د عملياتو له پيل وړاندې په موصل کې له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ زرو جنګيالي او شاوخوا يو نيم ميليون واسي وګړي موجود وي.

Author

خروج از نسخه موبایل