کونړ کې د لشکر طیبې ۱۹ غړي وژل شوي
کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یوې اړوندې سیمې کې د پاکستانۍ ‘لشکر طیبه’ اورپکې ډلې ۱۹ غړي په یو هوايي برید کې وژل شوي او اته نور ټپیان شوي.
سرچینه وايي، دغه کسان تېره ورځ د دانګام ولسوالۍ په ایروګوی کلیواله سیمه کې وژل شوي.
بل خوا، د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، د دانګام ولسوالۍ د برید لپاره سلګونه وسله وال د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو او د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې نه راټول شوي.
د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي، د دانګام ولسوالۍ د برید لپاره سلګونه وسله وال د کونړ د بېلابېلو ولسوالیو او د ډیورنډ کرښې له بلې غاړې نه راټول شوي.