د حجاب له کبله د هندۍ لوبغاړې نوم له سیالیو بهرشوی
حنا ریو اولمپیک سیالیو کې ۱۴ ځای خپل کړ
د هندۍ نښه ویشتونکې حنا سیدهو نوم په ایران کې د نښه ویشتلو نهمو اسیايي سیالیو کې د حجاب شرط له کبله بهر شوی.
دغه سیالۍ به د دسمبر میاشت کې په تهران کې کېږي.
نوموړې وايي، انقلابي یا سیاسي نه ده، خو شخصاً فکر کوي چې د لوبغاړې په توګه د حجاب اغوستل د لوبو له جذبې سره برابره چاره نه ده.
حنا زیاتوي له دې کبله د یوې لوبغاړي په توګه ویاړي، چې ‘په یوه ځای د بېلو کلتورونو، جنسیتونو، مذهبونو او ایډیالوژۍ لوبغاړو سره یو ځای کېږي او له یوه بل سره له کرکې پرته لوبه کوي ‘:
حنا د سږ کال د ریو اولمپیک لوبو کې ګډون درلود او ایر پیسټل یا هوايي تومانچې په لس متره سیالیو کې یې ۱۴ ځای خپل کړ. له دې مخکې یې د ۲۰۱۳ کال په نړیوال جام سیالیو کې هغې د سرو زرو مډال ګټلی و.